مارادونا: میسي ۲۰ ځلې تشناب ته ځي

تاند – د فوټبال پخوانی ستوری دیګو مارادونا د ارجنټاین پر تکړه لوبغاړي لیونل میسي انتقاد کوي، وايي، میسي هغسي لوبه چې بارسلونا ته کوي خپل هیواد ته نه کوي.

میسي ۵ ځله د نړۍ د غوره لوبغاړي طلايي توپ ګټلی دی.

خو مارادونا وايي چې میسي تر مسابقې وړاندې ۲۰ ځلې تشناب ته ځي او د خپل ملي ټیم کیپتاني نه شي کولی نو باید د نړۍ تر ټولو ښه لوبغاړی ونه ګڼل شي.

د مارادونا په وینا میسي له بارسلونا سره یو ډول لوبه کوي خو چې ملي ټیم ته راشي، بل ډول لوبه کوي.