بلخ لیجندز د افغانستان د غوره لیګ اتل شو

تاند- بلخ لیجندز نن /یکشنبه/ د افغانستان (ګلبهار) کرکټ غوره لیګ د اتلولۍ کپ وګوټ.

د افغانستان (ګلبهار) غوره لیګ په پایلوبه کې کابل ځوانانو په خپلو ۲۰ اوورونو کې بلخ لیجندز ته ۱۳۳ منډې هدف وټاکه.

پچه کابل ځوانانو وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی پخپله بیټنګ وکړي.

د کابل ځوانانو توپ وهنه (بیټنګ)

کابل ځوانانو له پیله په قوت بیټنګ پیل نه کړ. رونچي په ۶ منډو ۹ او حضرت الله ځاځي په ۸ توپونو ۱۰ منډې وکړې.

خو ورپسې لوبغاړي ښه ولوبېدل. پارمل په ۲۵ توپونو ۲۱، اینګرام په ۱۹ ۲۱ او جاوید احمدي منډې وکړې.

د بلخ لیجندز ښه باولینګ

بلخ لیجندز ښه باولینګ وکړ. د دوی د باولینګ فشار سبب شو چې د کابل ځوانانو منډې محدودې شي.

خو تر ټولو ښه باولینګ تنکي لوبغاړي قیس احمد وکړ. ده نه یوازې لږ منډې ورکړې بلکې ۵ لوبغاړي یې هم وسوځول.

په روان تورنمنټ (غوره لیګ) کې په ۴ اوورونو کې د ۱۸ منډو د ورکولو په بدل کې ۵ لوبغاړي سوځول یو ریکارډ ګڼل کېږي. د قیس احمد د ویکټونو اهمیت په دې کې هم دی چې په پایلوبه کې یې اخیستي دي.

اوس بلخ لیجندز بیټنګ کوي

د بلخ لومړی لوبغاړی ډېر ژر وسوځېد. سي مونرو په لومړي توپ د پارمیل له لوري وسوځېد. د بلخ لیجندز دوهم لوبغاړی دروېش رسولي، چې ډېره تمه ورته کېده په دوهم توپ وسوځېد. رسولي په لومړي توپ یوه څلوریزه ووهله.

د بلخ لپاره د دې سیالۍ ګټل هغه مهال اسانه شول چې د کریس ګیل څو توپونه د کابل ځوانانو له لاسه ووتل او توپ کچ نه شو. له همدې کبله کریس ګیل ۵۶ منډې وکړې.

وروستی توپ چې ګلبدین نایب پرې شپږیزه ووهله: