غوره لیګ: بلخ په ۱۳ منډو کندهار ته ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ د یکشنبې د ورځې دوهمه سیالي د بلخ لیجندز په (۱۳) منډو د کندهار له اتلانو وګټله.

د دې سیالۍ پچه کندهار اتلانو وګټله خو لومړی یې غوره وبلله چې د بلخ لیجندز بیټنګ وکړي.

د بلخ لیجندز لوبډلې د ۵ لوبغاړو د سوځېدو او د ۲۰ اورونو په پای کې ۱۶۵ منډو وکړې.

د دوی لپاره کولین مونرو ۴۶ او روي بوپارا ۳۴ منډې جوړې کړې.