ننګرهار کندهار او پکتیا لوګر ته ماتې ورکړه

په ننګرهار کې د لومړۍ درجه ولايتونو د سیاليو په لړ کې د کندهار او ننګرهار، د پکتيا او لوګر ترمنځ لوبې تر سره شوې.

ننګرهار د لوبې پچه وګټله او کندهار ته يي د توپوهنې بلنه ورکړه چې کندهار د ټولو لوبغاړو د سوځیدو په سر ۶۴ منډې وکړې. ابراهیم عبدالرحیمزي ۶، باطن شاه او ضمیر دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.

ننګرهار د ۲ ویکټو په نقصان ياد هدف پوره کړ.

ابراهیم د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

بله لوبه د پکتیا او لوګر ترمنځ وشوه چې پکتيا د لوبې پچه وګټله او خپله يې توپوهنه وکړه چې د ټولو لوبغاړو سوځیدو په سر یې ۲۸۸ منډې وکړې چې غمي ځدراڼ ۱۷۰ زیاتې منډې وکړې.


مقابلې لوبډلې د ۲۳ منډو په توپیر لوبه وبایلله چې خان ولي او دولت نیمه سلیزې جوړې کړې او غمی د لوبې غوره لوبغاړی شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *