له مریلیبون سره د افغانستان سیالي بې نتیجې شوه

تاند- د کرکټ په زېږنځای کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د تاریخي مریلیبون یا ایم سي سي لوبډلې سره په یو ورځینۍ مسابقه کې مخامخ شو خو مسابقه یې بې نتیجې شوه.

د باران د اورېدو له کبله د مریلیبون ټیم اورونه ۴۰ ته رالږ شول. دوی د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۲۱۷ منډې وکړې.

افغانستان باید په ۵۰ اوورونو کې ۲۲۷ منډې کړې وای خو افغان لوبډلې په داسې حال کې چې یو لوبغاړی یې سوځېدلی و، په ۵ اورونو کې ۳۱ منډې وکړې.

په دې سیالۍ کې د افغانستان لپاره تر ټولو ښه باولینګ شاهپور ځدراڼ وکړ. نوموړي د ایم سي سي ۳ لوبغاړي وسوځول. دوه لوبغاړي ګلبدین نایب او یو راشد خان وسوځول.

دا سیالي څو ځلې د باران د اورېدو له کبله وځنډېدله.

لوبغالي ته د ۳ زره او ۴ زره ترمنځ افغان نندارچیان راغلي ول چې له کرکټ سره یې د افغانانو د مینې ښکارندويي کوله.

له یوې لوبې سره د یوه هیواد د اوسېدونکو لېوالتیا د کرکټ له بشپړ غړیتوب سره بې ارتباطه نه ده.

دا مسابقه، وروسته له دې چې افغانستان ته د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ورکړای شو، د افغان ملي لوبډلې لومړنۍ مسابقه وه.

مریلیبون، چې د کرکټ نړیوال مقررات جوړوي، په افغانستان کې د کرکټ له ودې او پرمختګ سره د پام وړ مرسته کړې ده.

د دې کلب په لوبغالي کې د نړۍ هرې لوبډلې ته د لوبېدو اجازه نه ورکول کېږي. په دې میدان کې د افغانستان د ټیم نننۍ مسابقه له دې سره سره چې د دواړو ټیمونو لپاره یې نتیجه نه لرله، د افغانستان لپاره یو ویاړ ګڼل کېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *