د افغانستان او آیرلنډ ترمنځ برخلیک ټاکوونکې سیالي

تاند- د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په پنځمه یا وروستۍ یو ورځینۍ مسابقه کې مخامخ کېږي.

دواړو تیمونو دوه – دوه لوبې ګتلي او مساوي دي. له همدې کبله نننۍ مسابقې ته د پایلوبې په سترګه کتل کېږي او که هرې لوبډلې دا سیالي وګټله، د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ یا سیریز یې ګتلی دی.

افغانستان تر یو رځنیو سیالیو وړاندې له آیرلنډه ۲۰ اوره سیالۍ ګټلي دی.

تمه ده چې د افغانستان د کرکټ لوبډلې او روزونکو به یې د نننۍ مسابقې لپاره په ځانګړي ډول د آیرلنډ د تکړه لوبغاړي سټیرلینګ لپاره د نوموړي تېرو لوبو ته په کتو ښه پلان جوړ کړی وي.

سټیرلینګ په لومړۍ سیالي کې ۶۸، په دوهمه کې د ۶ افغان لوبغاړو د سوځولو ترڅنګ ۹۵ او په درېمه کې ۹۹ منډې جوړې کړې.

خو په څلورمه کې یې مخه ونیول شوه.

له تېرو لوبو داسي ښکاري چې افغان لوبغاړي، سره له دې چې آیرلنډ په یو ورځنیو لوبو کې تر افغانستان ښه ریکارډ لري، پیاوړي دي.

نننۍ سیالي به ثابته کړي چې ایا بیا هم په یو ورځنیو سیالیو کې آیرلنډ پیاوړی دی او که افغانستان د آیرلنډ برلاسی پای ته رسوي.

مسابقه د افغانستان په وخت د سهار په اته نیمې (۸:۳۰)  بجې پیلېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *