آیرلنډ په ۳ وکیټونو او ۱۹ توپونو ۴مه یو ورځینۍ سیالي وګټله

تاند- ایرلند نن /چهارشنبه/ له افغانستان څخه یوه بله یو ورځینۍ مسابقه وګټله.

دې بري دواړه ټیمونه په یو ورځنیو سیالیو کې مساوي کړل. تر دې وړاندې افغانستان دوې او آیرلنډ یوه مسابقه ګټلې وه.

پنځمه یو ورځینۍ مسابقه به د دې لړۍ ګټونکی معلوم کړي.

نن پچه افغانستان وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.

افغان لوبغاړو ۲۲۰ منډې جوړې کړې.

خو آیرلنډ د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې هدف پوره کړ او دا سیالي یې په ۳ ویکټونو او ۱۹ توپونو وګټله.

د درېمې یو ورځینۍ سیالۍ په شان د افغانستان پرانستګر (اوپینران) ژر ژر او یو په بل پسې وسوځېدل.

شهزاد صرف یوه منډه وکړه، عثمان غني په ۱۶ توپونو ۳ منډې وکړې، او رحمت شاه په ۴ توپونو هیڅ منډې ونه کړای شوې.

له دوی وروسته اصغر ستانکزی غنیمت شو خو په ۵۵ توپونو یې ۳۵ منډې وکړې.

نن د تېرې لوبې خلاف محمد نبي ښه وځلېد. نه یوازې دا چې په ۶۴ توپونو یې ۴۱ منډې وکړې بلکې ۴ آیرلنډي لوبغاړي یې هم وسوځول.

حشمت الله شاهدي ۲۳او شفیق الله ۴۲ منډې وکړې خو دولت ځدراڼ ۴۱ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

د آیرلنډ تکړه لوبغاړی سترلینګ هم د تېرو سیالیو په شان لوبه ونه کړای شوه.

نوموړي ۲۸ منډې وکړې او د محمد نبي له لوري وسوځول شو.

خو دا لوبه د آیرلنډ لپاره اوبرین وګټله. اوبرین نه یوازې په ۶۰ توپونو ۷۲ منډې وکړې بلکې ۴ افغان لوبغاړي یې هم وسوځول.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او آیرلنډ وروستۍ یو ورځینۍ مسابقه د راتلونکې جمعې په ورځ (د مارچ په څلرویشتمه) په همدې لوبغالي یعني ګېرټېر نویدا کې وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *