افغان الف لوبډلې د ډیلي منختب لوبډلې ته ماتې ورکړه

افغان ملي الف لوبډلې د ډيلي منتخې لوبډلې ته، په يو ورځنۍ تمريناتي لوبه کې په پنځو ويکټو ماته ورکړه.

د ډيلي منتخبې لوبډلې، د لوبې پچه وګټله او خپله يې د توپوهنې پريکړه وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو او د ۳۹،۲ اوورونو په لوبولو سره يې ۲۰۹ منډې جوړې کړې.

دافغان ملي الف لوبډلې له لوري، شراف الدين اشرف او ضيا اکبر درې_درې، شاهد مندوزي دوه، افتاب عالم او نوين الحق يو_ يو لوبغاړی وسوځاوو.

خو افغان ملي الف لوبډلې وکولی شوای چې ورکړل شوی هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو په ۳۸،۳۳ اوور کې پوره کړي، چې له ډلې يې زياتې منډې شاهد مندوزي ۵۸ او نجيب ځدراڼ ۵۷ ناسوځيدلې منډې جوړې کړې.

د افغان الف ملي لوبډلې د منيجر نويد صايم کاکړ په وينا، په هند کې د افغان ملي الف لوبډلې روزنيز کمپ سبا پای ته رسيږي او دوه ورځې وروسته به د ايمرجنګ جام سياليو کې د ګډون په موخه بنګله دېش ته روانه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *