تنکیو افغان کرکټ لوبغاړو سینګاپور ته په ۹ ویکټونو ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان تر نولس کلونو د کشرو لوبغاړو کرکټ ټیم د یکشنبې په ورځ د اسیايی کپ سیالیو په دوام کې سینګاپور ته په ډېر توپیر یعني ۹ ویکټونو ماتې ورکړه.

دې بري د افغانستان لوبډله د اسیايي کپ دوهم پړاو ته ورسوله.

سینګاپور چې پچه یې ګټلې وه، په اتلس اوورونو کې د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې یوازې ۷۳ منډې جوړې کړای شوې.

افغان لوبغاړو دا هدف یوازې د یوه لوبغاړي د سوځېدو په بدل کې پوره کړای شو.

دروېش رسولي په ۱۵ توپونو ۵۳ منډې وکړې او ترپایه ونه سوځېد. نصیر وحدت په ۶ توپونو ۱۲ منډې وکړې خو یوازیني سوځېدلي افغان لوبغاړي نوید عبید په ۴ توپونو ۱۰ منډې وکړې.

په افغان باولرانو کې مجیب ۴، یوسف ځاځي ۴ او نوین الحق ۲ سینګاپوري لوبغاړي وسوځول.

دې بري د افغانستان ټیم ته د اسیايي کپ په بي ګروپ کې له بنګله دېشه وروسته په جدول کې دوهم ځای ورکړ.

افغانستان لومړۍ مسابقه پر بنګله دېش وبایلله خو دوهمه یې له پاکستانه وګټله. په دې ترتیب د افغانستان ټیم دوې لوبې ګټلي او یوه بایللې ده.

بنګله دېش هم دوه ګټلي او یوه بایللې. پاکستان هم دوې ګټلي او یوه بایللې ده.

په اې ګروپ کې هند درې واړه مسابقې ګټلي او په خپل ګروپ کې لومړی مقام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *