ریل مادرید د جاپان له کاشیما اتلرز څخه د کلبونو پایلوبه وګټله

تاند- ریل مادرید ټیم د فوټبال د کلبونو د نړیوال کپ په پایلوبه کې د جاپان کاشیما اتلرز ته څلور پر دوه ماتې ورکړه.

په دې پایلوبه کې، چې د جاپان د یوکوهاما په لوبغالي کې وشوه، ریل مادرید څلور ګولونه ووهل چې ۳ یې کریستیانو رونالډو ووهل.

د دې سیالۍ، چې د یکشنبې په مازدیګر وشوه، لیدو ته ۶۷ زره تنه راغلي ول.

په زړه پورې دا ده چې دواړه ټیمونه په قانوني ۹۰ دقیقو کې ۲ پر ۲ مساوي شوي وو.

رونالډو په دغو درو ګولونو په ۲۰۱۶ م کال کې د اتلولۍ ویاړونه نور هم زیات کړل.

ده په وروستیو ورځو کې د ۲۰۱۶ کال طلايي توپ وګوټ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *