ایټالیايي کلب یو لوبغاړی په ۱۰۰ ملیون ډالره واخیست

تاند- ایټالیايي کلب یوونتوس ارجنټایني لوبغاړی ګونسا ایګوایین په ۱۰۰ ملیون ډالره واخیست.

ایګوایین، چې په ۱۰۱۳ م کال د هسپانیا له ریل مادرید څخه ناپولي ته لاړ، د اروپا د فوټبال په تېر فصل کې ۳۶ ګولونه ووهل او د کال د غوره ګول وهونکي طلايي بوټونه یې د جایزې په توګه ترلاسه کړل.

ګونسا له ګرت بیل او کریتسانو رونالډو وروسته د نړۍ تر ټولو ګران بیه لوبغاړی شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *