ناروغان دې ورزش وکړي؟

تاند- که یو څوک ناجوړ وي ایا ورزش وکړي او ورزش ورته ښه نه دی؟ اسوشیټډ پرس دا پوښتنه د لویولا پوهنتون د طب پوهنځی له استاد، پروفیسر ویسیرلیک څخه کړې ده او هغه په ځواب کې ویلي دي چې ځینې ناروغۍ داسې دي چې ورزش پکې تاوان نه پېښوي ، مثلا که د چا په ستوني درد وي یا یې پوزه بهېږي، ورزش ورته تاوان نه لري؛ البته، د ناروغ باید دا خبره یاده وي چې دی دې خپل بدن هغومره نه ستړی کوي لکه روغ چې و، ځکه د ناروغ بدن کمزوری او بې سېکې وي.

د پروفیسر ویسیرلیک په قول، ځنیې ناروغۍ داسې دي چې ورزش پکې خطرناک دی، مثلا که سړی د زړه تکلیف ولري او د سپورټ هوس وکړي، دا ښه خبره نه ده. ځینې ناروغۍ بیا داسې دي چې ورزش پکې باید د ډاکتر په اجازه وي، مثلا د شکرې د ناروغ د بدن ګلوکوز معمولا زیات وي او ورزش چې د ګلوکوز اندازه راکموي، ورته ګټه لري، خو پکار ده چې دا کار د ډاکتر په اجازه وي، ځکه کله کله د ګلوکوز اندازه تر لازم حد راټيټه شي او په دې حالت کې بیا ورزش تاوان پېښولای شي.

ډاکتر ویسیرلیک وايي چې ځینې داسې نخښې شته چې که ناروغ هغه ولري، نو ورزش باید ونه کړي. یوه نخښه دا ده چې که د ناروغ تبه وي، ورزش دې نه کوي. بله دا چې که د چا سا لنډه لنډه کېږي او په ټټر کې یې څه ستونزه وي، ورزش ورته ښه نه دی. دغه راز که د چا په هډونو درد وي، ورزش ورته ضرر لري.په دې سربېره هغه کسان هم باید ورزش ونه کړي چې اسهال وي، یا یې خوا ګرځي او یا چې کله ولاړېږي او سر یې څرخي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *