نېکپا هیله لري چې د ۲۰۲۰ په المپیک کې به ګډون وکړي

تاند- د افغانستان تکړه ورزشکار روح الله نیکپا، چې د برازیل د ۲۰۱۶ په المپیک سیالیو کې برخه نه لري، هیله څرګندوي چې د ۲۰۲۰ په المپیک لوبو کې به د ګډون چانس ترلاسه کړي او بیا به خپل هیواد ته ویاړ په برخه کړي.

د ۲۰۲۰ المپیک لوبې د جاپان په پلازمېنه توکیو کې کېږي.

د افغانستان د المپیک کمېټې غوښتل چې د برازیل د ریو دي جینیرو د روان المپیک په پرانستونکو مرامسو کې روح الله نېکپا د افغانستان بیرغ په لاس کې ولري خو د المپیک د نړیوالې کمېټې د قوانینو پر اساس بیرغ باید هغه لوبغاړی د سټېج له مخې تېر کړي چې په سیالیو کې ګډون لري.

افغانستان دا ځل په المپیکي سیالیو کې ۳ لوبغاړي لري. د افغانستان بیرغ، چې د تېرو سیالیو د کوربه هیواد (یونان) له بیرغه وروسته یووړل شو، د توفیق بخشي په لاس کې و.

روح الله نېکپا درې واړو لوبغاړو ته د بري دعا وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې هغوی د افغانستان بیرغ په دغه نړیوال ستېج کې ورپولی شي.

ده په عین حال کې وویل«هڅه کوم چې د توکیو د ۲۰۲۰ کال په المپیک لوبو کې ګډون ولرم او د خپل هیواد ښکلی او ویاړمن بیرغ په خپلو لاسونو کې واخلم او د درېم ځل لپاره تاسو ته ویاړ ترلاسه کړم.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *