د المپیک بیرغ توکیو ته ورسېد

تاند- د المپیک بیرغ د سې شنبې په ورځ /اګست ۲۳/ د راتلونکو المپیک لوبو کوربه ښار توکیو ته ورسېد.

د توکیو والي مېرمن یویکو کویکې پرون د المپیک بیرغ د ال نیپون هوايي شرکت په الوتکه کې توکیو ته یووړ.

دې ته د المپیک بیرغ د یکشنبې په ورځ د برازیل په ریو دي جینیرو کې د دغه ښار ښاروال ادواردو پاییس او د المپیک د نړیوالې کمېټې ريیس توماس باخ د المپیک سیالیو د پای په مراسمو کې وسپاره.

توکیو به په ۲۰۲۰ کال د المپیک سیالیو کوربه وي.

په ۱۹۶۴ میلادي کال هم د المپیک سیالۍ په جاپان کې شوې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *