څوارلس مسلمانې میرمنې چې د ۲۰۱۶ المپیک نړيوالو لوبو کې وځليدې

ژباړه: عبدالله عابد

سرچينه: buzzfeed.com

سره له دې چې مسلمانو میرمنو په اړه یو تصور دا دی چې دوی په ټولنه کې له نارينه و وروسته ځای لري، خو د ريو ۲۰۱۶ کال المپيلک نړيوالو لوبو کې دغه  برياليۍ او مډال وړونکې میرمنې د خپل د هيوادونو اتلانې شوې.

۱- د امریکې متحده ایالتونو څخه دالیالا محمد، هغه میرمن چې وتوانيده د۴۰۰ متره ځای کې د خنډ (مانع) له پاسه د ټوپ وهنې په برخه کې د المپک نړيوالو لوبو د سرو زرو مډال خپل کړي. نوموړې په پينځه ځلو کې درې ځله تر ټولو ښه وځليده او سږنيو لوبو کې يې ريکارډ ټينګ کړ. د الیالا محمد مور او پلار ويلې لوريې د هغې د ايمان، دیسپلین او استعداد له برکته د المپیک نړيوالو لوبو کې وځليده.2

۲-ماجلیندا کلمنډی له کوسوو هیواد څخه ده، نوموړې د جودو په برخه کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړی او هغه د کوسوو لمړنۍ تبع ده چې د کوسوو په تاريخ کې خپل هیواد ته د المپيک نړيوالو لوبو څخه مډال ګټي.2

۳- عالیه مستفینا له روسيې هيواد څخه، هغه اتله ده چې د جمناستيک په برخه کې يې سرو زرو، سپينو زرو او ژیړو مډالونه خپل کړل، نوموړې ۲۱ کاله عمر لري او درې ياد مډالونه يې خپل کړي دي.2

۴- ماریا ستادنیک له ازربایی جان هیواد څخه ده، نوموړې ۲۸ کاله عمر لري او د سپينو زرو مډال يې خپل هیواد ته وګټه.2

۵- زازیرا زپرکل له قزاقستان هیواد څخه ده، کل ۲۲ کاله عمر لري او د سپينو زرو مډال يې خپل هیواد ته ډالۍ کړ. د نوموړې له بريالي کيدو وروسته پلار يې وويل چې خورا زیات خوښ دی او اوس کل د ده لور نه ده بلکې د ټول قزاقستاني ملت لور ده.2

۶-سری واهینوی اګسټیني له اندونيزيا هیواد څخه، نوموړې د ښځنه ۴۸ کیلو ګرام وزن پورته کولو په برخه کې د سپينو مډال خپل ولس ته وګټه. اګسټيني ۲۲ کاله عمر لري.2

۷- ابتهاج محمد، د امريکې محتده ایالاتو څخه، هغه ميرمن چې ۳۰ کاله عمر لري او سږنيو نړيوالو المپيک لوبو کې يې د برنزو مډل خپل کړ. نوموړې سی ان ان سره مرکه کې وويل هغه څه چې زما خوښي دا ده تر څو نور ځوانان زما له تجربې زدهکړه وکړي او خپلو ارمانونو ته رسيدو لپاره تل هڅه او هاند وکړي او نورو ته اجازه ورنکړي چې دوي ته ژوند کول وروښيي.2

۸- سارا احمد، د مصر هیواد څخه ده چې د وزن پورته کولو په برخه کې يې د برنزو مډال وګټه. نوموړې د عربي نړۍ لومړنۍ میرمنه ده چې د الپیک نړيوالو لوبو کې د وزن پورته کولو په برخه کې مډال ګټي.

۹- کیمیا علیزاده له ایران هیواد څخه ده ده، نوموړې د ۵۷ کیلو ګرام وزن کې د ټکوانډو په برخه کې د برنزو مډال خپل کړ. له خپلې بريا وروسته نوموړې وويل چې د ایراني انجونو په اړه ډيره زیاته خوښه ځکه دا د دوي لمړنی مډال دی او زیاته يې کړه چې تمه لري چې راتلونکي کال کې د سرو مډال وګټي.2

۱۰-

۲۳ کلنه هدایه وهابه د مصر له هیواد څخه ده چې د ۵۷ کیلو ګرام وزن لرونکو کې د ټکوانډو په برخه کې يې د برنزو مډال وګټه. چې په دې سره د مصر هیواد مډالونه درې شول چې دوه يې ښځينه لوبغاړو ګټلي.

۱۱- پاتیمه اکبروفوا له ازربايي جان هیواد څځه ده او ۲۱ کاله عمر لري، چې د ۴۹ کیلوګرامه وزن په ګټګوري کې د ټګوانډو په برخه کې د برنزو مډال خپل کړ.2

۱۲- انیس بابوبکري د تونس هیواد څخه ۲۷ کلنه میرمن ده چې دغه هيواد لپاره يې د برنزو مډال وګټه. نوموړې له بریا وروسته وويل چې دا تونس لپاره يوه تاريخي شيبه ده. هغې زیاته کړه دا به ټول تونسي ولس او عربي نړۍ ته دا پيغام وليږدوي چې په ښځو باندې باید باور وشي او دوي په ټولنه کې خپل ځانګړی ځای لري.

۱۳- مروا امیري هغه بله تونسي میرمن ده چې د غیږنيونې په برخه کې د برنزو مډال ګټلی. نوموړې ۲۷ کاله عمر لري.

۱۴- نور تاتار، ۲۴ کلنه ترکۍ پيغله ده چې د ټکوانډو په برخه کې البته د ۶۷ کیلو ګرام وزن په ګټګورۍ کې د برنزو مډال خپل کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *