یوه هندۍ په جمناستیک کې المپیک لوبو ته غوره شوه

تاند- د لومړي ځل لپاره په ۵۳ کلونو کې یوه هندۍ نجلۍ د جمناستیک په برخه کې المپیک لوبو ته غوره شوه.

دیپا کرما به سږ کال د برازیل د (ریو دیو جینبرو) په المپیک سیالیو کې ګډون وکړي.

دې په ۲۰۱۴ م کال د بریتانیا په ګلاسکو کې د ګډو ګټو (مشترک المنافع) ټولنې په سیالیو کې میډال ګټلی و.

دا یوه له ۵ جمناستیک لوبغاړو څخه ده چې (پرودونووا) یې بشپړه کړې ده. پرودونووا په جمناستیک کې تر ټولو ګرانه ګڼل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *