د هند غوره لیګ کې د پټ کمېنس هر توپ ۵ لکه هندۍ تمامیږي

پټ کمېنس چې د اسټرالیا چټک توپ اچوونکی دی، د راتلونکي آې پي ایل پړاو لوبو کې د کلکتې لوبډلې په ۱۵۵ میلیونه هندي کالدارو پېرلی، چې په بهرنیو لوبغاړو کې تر ټولو قیمتي لوبغاړی بلل کېږي.
د اسټرالیا تېز ښي لاسی بالر پټ کمېنس د ۲۰۲۰ م کال بولي کې د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه کلکتې لوبډلې په لوړ قېمت وپېره، چې د هغه قېمت د آې پي ایل په تاریخ کې د یو بهرني لوبغاړي په توګه تر ټولو لوړ دی. نوموړی په کابو ۱۵ نیم کروړه هندي کالدارو پېرل شوی، که نوموړی ټولو آې پي ایل لوبو کې ولوبېږي او هره لوبه کې څلور اورونه وکړي؛ نو د هغه د هر اوور یو، یو توپ قېمت په اوسط ډول ــــ ۴ لکه اعشاریه ۶۰ زره هندي کالدارې تمامېږي، چې د نړۍ په کچه تر ټولو قیمتي بالېنګ یا توپ اچونه بلل کېدای شي.
۲۰۲۰ م کال کې د آې پي ایل سیالیو دیارلسم پړاو دی، چې د مارچ په ۲۳ مه نېټه پېلېږي.