پټ کمېنس:  تمه لرم چې د هند غوره لیګ سیالۍ ژر پېل شي

 د کرکټ ډېری لوبغاړي د آې پي ایل پیل لپاره سترګې په لار دي او هغه لوبغاړي چې آې پي ایل کې اخېستل شوي هڅې پیل کړي، چې خپل تمرینات جاري وساتي او د دغو سوداګریزو کرکټ لوبو لپاره چمتو والی نیسي، چې پټ کمېنس هم خپل لوبییز تمرینات جاري ساتلي او تدابیر یې نیولي دي.

 دا چې د کرکټ نړۍ ټوله تړلې ده، نو لوبغاړو هڅه کړې، چې خپل تمرینات په هغو ځایونوکې جاري وساتي، چې د کرونا ویروس تهدید پکې نشته.

 د اسټرالیا چټک بالر پټ کمېنس په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې ده د هندوستان سوداګریزو کرکټ لوبو لپاره خپل تمرینات جاري ساتلي او تمه لري، چې دغه لیګ پیل شي.

 پټ کمېنس د اسټرالیا چټک ښي لاسی بالر دی او د ۲۰۱۹ م کال په اوږدو کې د کال د ټېسټ لوبو غوره کرکټر هم ټاکل شوی و.

 نوموړی په آې پي ایل سیالیو کې تر ټولو په لوړ قېمت ۱۵ اعشاریه ۵۰ کروړه هندي کالدارې د کلکتې لوبډلې پېرلی دی.

 د آې پي ایل سیالیو د پیل په اړه لا هم تر اوسه دقیقه پرېکړه نه ده شوې، خو د اپرېل ۱۵ مه یې د پيل نېټه ټاکل شوې ده؛ خو قوي امکان شته، چې په دې نېټه هم پیل نشي.