بابر اعظم: کورونا وایروس ګواښ لري، خو باید تمرینات جاري وساتو

د پاکستان کرکټ لوبډلې غوره توپ وهونکی او د لوبډلې لوبډلمشر بابراعظم وایي؛ د کرونا ویروس به د ده په کرکټ اغېز ولري خو ده خپل تمرینات جاري ساتلي ترڅو د کرکټ له پېلېدو خپله درجه وساتي.

د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې غوره کرکټ لوبغاړي او د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر بابراعظم وایي د کرونا ویروس په کرکټ اغېز غورځولی؛ دده کرکټ هم ښایي اغېزمن کړي او درجه بندۍ کې به تاثیرات ولري؛ خو خپله خواري یې جاري ساتلې او تمرینات کوي.

بابراعظم د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې د شل اوریزو لوبو لومړی نمبر توپ وهونکی دی.

نوموړی د کرونا ویروس د وېرې سربېره د کرکټ تمرینات کوي او غواړي چې د کرکټ بیا پېلېدو په صورت کې غوره کرکټ ته دوام ورکړي او خپل لومړی مقام وساتي.

بابراعظم د ۲۰۱۹ م کال په وروستیو کې د پاکستانۍ لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو او د ده په لوبډلمشرۍ کې یې لوبډلې له اسټرالیا څخه په شل اوریزو لوبو کې ماته وخوړه

بابراعظم اوس د نړۍ په کچه یو بهترین کرکټ لوبغاړی بلل کېږي او د پاکستان لوبډله پرې ډېره ملا تړي