ثقلین مشتاق: ویرات کهولي او بابر اعظم د نړۍ غوره کرکټران دي

ولید ( خپلواک)

 ویراټ کوهلي او بابر اعظم دا مهال په نړیوال کرکټ کې یو له غوره توپوهونکو څخه شمیرل کیږي، په داسي حال کې چې لاهم په نړیوال کرکټ کې ویراټ کوهلي پر نورو لوبغاړو راج کوي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی سپینر ثقلین مشتاق ویلي: (( بابر اغظم او ویراټ کوهلي ټاپ ترینه کرکټران دي، او له ذهني پلوه خورا پیاوړي دي، دوی دواړه په لوبغالي کې د ډېرو منډو هڅه کوي خو دلته توپیر په دې کې دی چې ویراټ قهرجن دی او بابر بیا ارم او سکون لرونکی لوبغاړی دی.))

دی زیاتوي: ((د کوهلي سره د بابر پرتله کول غیرعادلانه دي ځکه چې وروسته له ډیرې مودې راهیسې په ټوله نړۍ کې ویراټ کوهلي فعالیت کوي، خو بابر اوس راستون شوې او ډېر اوږد کرکټ ته اړتیا لري.))

 ثقلین همدا شان په اوسني وخت کې د ټاپ سپینرانو یاده هم وکړه، مشتاق د نړۍ ښه سپینر استرالیایي نیتن لاېن، هندي روي چندر اشوین، کلدیپ یاداپ، بنګله دیشی شکیب الحسن، پاکستانی یاسر شاه او شاداب خان د اوس وخت غورا سوکه توپ اچونکې یاد کړل.