ډيبالا له خپل کلب سره لوبیږي، نور هم شته

محمود خان منندوی

د ګاټزټا د خبر پر اساس، ډیبالا د خپل کلب سره تر ۲۰۲۵ زی.دیز کال پورې د قرارداد پر سر توافق ته رسېدلی دی. ډيبالا غوره فوټبالر دی.

 د اسې میلان کلب د ساتني او صحي برخې ۲۰ زره بستې هغو مینوالو ته ورکړي دي، چې عمرونه یي لوړ او د اسې میلان د دې فصل د لوبو ټکټونه یي رانیولي وو.

امریکايي رسنېو منلې ده چې د مونټرال ټینس سیالۍ چې ټاکل شوې وه د روان زیږدیز کال په اګسټ میاشت کې ترسره شي، په مکمل ډول لغوه اعلان شوې. د دې سیالېو د لغوه کېدو علت کورونا وایروس ګواښ په ګوته شوی دی.

 ډيلي میل: ارسنال د خپلي حملې کرښي د قوي کولو له پاره په راتلونکي دوبي کې د ولورهمپټن د پرټګالي لوبغاړي ډیوګو ژوټا د رانیولو له پاره اقدام کوي.

د اټلانټا لوبغاړي یوزیپ ایلیچیچ چي تېره اوونۍ یي پر والنیسا په کوم توپ پوکر وکړ، هغه یي د کرونا وایروس سره د مبارزې او د ډاکټرانو د درنښت له امله د برګامو روغتون ته ځانګړی ورکړ.

د ټاټنهام او لیپیزیګ د تېري اوونۍ د لوبي پر وخت د ټاټنهام د فاعي لوبغاړي فرټونګن پر کور او کورنۍ وسله لرونکو غلو حمله کړې وه.