د المپیک نړېوالې کمېټه: سږ کال مو یو بې ساری ګام واخیست او تر یو کال پورې مو هېڅ سیالۍ نه پیلیږي

د المپیک نړیوالې کمېټې او د جاپان حکومت په یوه بې‌ساري ګام کې د توکیو المپیکي سیالۍ یو کال وځنډولې.
تېرو څو میاشتو کې له محدود شمېر سټېډیمونو پرته نور ټول ستېډیمونه او لوبغالي خالي وو، اوس به فوټبال، ټېنس، کرکټ او یو شمېر نورې لوبې بېرته پيل شي؛ خو ګڼ شمېر محدودیتونه به هم ورسره مل وي.

د سږ کال د مارچ له پيله د نورو لوبو ترڅنګ د کرکټ سیالۍ هم ولاړې وې، خو اوس‌یې د بیا پیل نښې نښانې ښکاري.

له دې ډلې د پاکستان د کرکټ یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، سږ کال اوړی له انګلستان سره درې ټسټ او درې ۲۰ اوریزې لوبې پلانوي.

د جرمني بوندسلیګا لیګ په اروپا کې د فوټبال لومړنۍ لویې سیالۍ وې چې د تېرې مې میاشتې په ۱۶مه پیل شوې، دا لیګ د مارچ له ۱۳مې نېټې را په دې خوا ځنډېدلی و. دغه سیالۍ په تشو میدانونو کې ترسره کېږي، لوبغاړي یې ګوښه کې ساتل کېږي او د کرونا ویروس معاینې یې کېږي.

د اسپانیا له شور او زوږه ډک د لالیګا لیګ به د جون په ۱۱مه پیل شي، داسې چې هره ورځ به یوازې یوه سیالۍ ترسره کېږي.

د لالیګا یوه لوبډله نه‌شي کولای چې تر ۷۲ ساعتونو یا درې ورځو پورې دوهمه سیالۍ ترسره کړي.

په ایټالیا کې به هم د فوتبال سیالۍ چې د تېرې مارچ میاشتې په نهمه ځنډېدلې وې، د جون په ۲۰مه پیل شي.

د فرانسې د فوټبال فدراسیون ویلي، تمه ده چې دوی خپلې سیالۍ د جون په ۱۷مه پیل کړي او د جولای په ۲۵مې نېټه‌یې پای ته ورسوي.