نن  د هندوستان غوره لیګ ۱۲ پړاو سیالۍ پیلیږي

محمد اسماعیل ملکزی
د سیالیو پیل د چینای سوپرکینګ او رویال چیلنجر بنګلور به لوبی سره کیږي، وخت نن /شنبه/ ماښام ۷:۰۰ بجې
تر دامهاله چینای سوپرکینګ درې ځلی د یاد لیګ اتلولي ګټلې، په ۲۰۱۰، ۲۰۱۱ او ۲۰۱۹ کلونو کې.
ممبی انډینز هم درې ځلی ددې لیګ اتلولي ګټلې، په ۲۰۱۳ ، ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کلونو کې.
کلکته کینګ ریډرز بیا دوه ځلې اتلولې ګټلې، په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کې.
راجستان رویلز بیا یوازې د ۲۰۰۸ کال اتلولي ګتلې چې دا دهندوستان د غوره لیګ لومړی پړاو وو.

ډیککن چارچیرز بیا یوازې د ۲۰۰۹ کال اتلولي ګټلې، چې اوس دهندوستان غوره لیګ په لوبډلو کي شتون نه لري.

سنرایزر حیدر اباد هم یواځی د ۲۰۱۶ کال اتلولي ګټلې ده.

خو تر دامهاله ډهلی کفیتل، کینګ ایلیون پنجاب او رویال چیلنجر بنګلور لوبډلې د اتلولۍ په ارمان سیالۍ ترسره کوي.