د هندوستان غوره لیګ سیالېو د پير لیست څخه دغه ۵ لوبغاړي په لوړه بېه وپېرل شول

د هندوستان د غوره لیګ سیالېو دولسم پړاو بولۍ ته ۱۰۰۳ کورني او بهرني لوبغاړي راجیستر شوي وو، چې له یاد تعداد څخه ۲۷ افغان لوبغاړو هم نوم لیکنه کړې وه. د ۱۰۰۳ لوبغاړو د نوم لیکنې څخه ورورسته د هند ای پي ایل مسوولینو د پير لېست ته ۳۴۶ کورني او بهرني لوبغاړي د لوبو لپاره وټاکل، له ۳۴۶ لوبغاړو څخه د افغانستان د خاورې دغه ۸ لوبغاړي هم د پیر لېست ته داخل شوي دي.

افغان کریس ګیل حضرت الله ځاځی، بهترینه توپوهونکی شفیق الله شفق، د شپږیزو پاچا محمد شهزاد محمدي، ګل بدین نائب، ظاهر خان، سید شیرزاد، کریم جنت او قیس احمد هغه ۸ لوبغاړي وو چې پير لېست ته ور پېژندل شوي وو، خو د تېرې ورځې بولې کې هېڅ یو هم د کومې لوبډلې له لورې وا نه خیستل شول.

ګوګلي ماسټر راشد خان، مجیب ځدراڼ او محمد نبي درې هغه لوبغاړي دي چې له بولۍ پرته به د پخوانېو لوبډلو په ګټه ولوبیږي.

د سږ کال د هندوستان په غوره لیګ سیالېو کې پینځه هغه لوبغاړي چې په لوړه بېه پیرل شوي دي، نومونه یې په دې ډول دي:

لومړی: جوديف انډکاټ د راجستان لوبډلې له لورې په تر ټولو لوړه بېه ۸.۴ کروړه روپۍ وپیرل شو.

دوهم: کارلوس برات وایټ په ۵ کروړه وپيرل شو.

دریم: اکثر پټيل هم په ۵ کروړه روپۍ وپېرل شو.

څلورم: موحیت شرما هم په ۵ کروړه وپيرل شو.

پینځم: محمد شمی بیا په ۴.۸ کروړه وپيرل شو.

د هندوستان په دې غوره لیګ سالېو کې دغه ۸ لوبډلې ګډون لري: سنرایزرز حیدر اباد، کلکته، نایټر ایډریز، چینای سوپر کینګ، رویال چیلېنجر بنګلو، کینکز الیون پنجاب، راجستان، ممبۍ انډيز او ډهلي.

د هند غوره لیګ سیالېو په لسم پړاو کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان دوه پیاوړي لوبغاړي راشد خان او محمد نبي ولوبېدل، خو د یوولسم پړاو لپاره دغه شمېر ۴ افغان لوبغاړو ته لوړ شو، د راشد خان او محمد نبي برسېره ظاهر خان او مجیب الرحمان هم شامل شول.

پاتې دې نه وي چې د هندوستان غوره لیګ سیالۍ هر کال کیږي چې بولي به همدې ډيسمبر میاشتې په ۱۸مه نېټه د هند جایپور ښار کې ترسره شي. دغه غوره لیګ به وروسته له بولۍ څخه د راروان ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۲۹ مه نېټه د ۸ لوبډلو ترمېنځ پیل شي او د مۍ میاشتې پر ۱۹ مه نېټه به پای ته ورسي.