د هند د غوره لیګ بودجه ۸ سوه ملیون روپیو ته لوړه شوه

خبریال: فضل الرحیم رحیميي: د سږکال په ای پي ایل لوبو کې د لوبغاړو د اخیستلو مالې بودیجه له (۶۶۰) ملیون هندي کلدارو څخه (۸۰۰) میلون هندي روپیو ته لوړه شوې ده.

د ای پي ایل لوبو مسوولان وایی، د سږکال ای پي ایل لوبو لیلام به د نورو کلونو په پرتله ترټولو لوړه وي او لوبغاړي به پکې په ډیره لوړه بیه واخیستل شي.

په یوولسم پړواو کې به د لوبغاړو لیلام د راتلونکي کال د جنورۍ په ۲۷ او ۲۸ د هندوستان په بنګلور ښار کې ترسره کیږي.

او هره لوبډله د خپلو پخوانیو لوبغاړو له منځه یوازې پینځه لوبغاړي ساتلی شي او نور به نوي لوبغاړي اخلي.

تېر ځل په لسم پړاو ای پي ایل لوبو کې د لوبغاړو اخیستلو لپاره ملي بودیجه ۶۶ کروړه هندي ول، خو دا ځل (۸۰) کروړه هندي روپېو ته جګه شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *