د کرکټ پر یو ملیون سیالیو بندیز پای ته ورسېد

د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې د دوشنبې په ورځ /جنوري۳۰/ اعلان وکړ چې د یو ملیون جام پر سیالیو بندیز پای ته رسوي.

د دې ادارې سلاکار دوست محمد نظري نن په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال وویل، خصوصي سکټور د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره ډېر مهم دی او دوی په دې برخه کې د ملیون خصوصي لیګ ادارې ته يو ځل بیا د دغو سیالیو د ترسره کولو اجازه ورکوې.

په ورته وخت کې د ملیون جام سیالیو مشر زراب شاه زهیر د کرکټ بورډ ادارې څخه مننه وکړه چې په یاد لیګ یې يو کلن بندیز پای ته ورساوه.

د کرکټ دغه خصوصي لیګ سیالۍ په ۲۰۱۳ کال کې پېل شوې چې تردې مهاله درې ځلې ترسره شوي او راتلونکی څلورم پړاوو يې ټاکل شوی چې په روان پسرلي کې ترسره شي.

ویل کیږي چې دغه بندیز د کرکټ بورډ له پخوانۍ ادارې سره د یو لړ ستونزو له وجې لګیدلې و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *