ریاض حسن ۳ کلن بندیز ته غاړه کښېښوده

هارون لیوال – زابل

د افغانستان د ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې مخکنی لوبډلمشر ریاض حسن له ( ۳) کلن کرکټ بندیز سره مخ سو.

 د یوې باوري سرچینې له قوله: د افغانستان د کرکټ بورډ اړوند د ډسپلین کمېټې د ۱۹ کلني لوبډلې په لوبغاړي او پخواني لوبډلمشر باندي ۳ کلن بندیز لګولی دی. سرچینې زیاتوي: ریاض حسن له ۱۹ کلنې افغان ملي لوبډلې سره په وروستي سفر کې چې هند ته د اسیایي لوبډلو ترمنځ سیالیو لپاره تللې وه، ملګری وو او په دې سفر کې یې د ډسپلین کمېټې له اصولو او مقرراتو څخه سرغړونه کړې او اصول یې مات کړي؛ نو ځکه افغان کرکټ بورډ نوموړی له درې کلن بندیز سره مخ کړی . بلخوا د افغانستان  کرکټ بورډ تر دا مهاله په رسمي توګه په دې اړوند کوم څه نه دي ویلي.

ریاض حسن د افغانستان په ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډله د لوبډلمشر په حېث لوبېده چې د پام وړ لوبو یې د ډېرو مینه والو زړونه خپل کړي وو.