ریاض محرز ۵۰ ګولونه بشپړ کړل، نور هم شته

محمود خان منندوی

ریاض محرز د تېري شپې په ګول سره په غوره لیګ کې 50 ګولونه پوره کړل او لومړی الجزایری لوبغاړی شو، چې په دې شمېر ګولونه یي په غوره لیګ کې لګولي دي.

 د اې ایس ورځپاڼي له نظره لیونل میسي د لالیګا د تاریخ غوره ګول وهوونکی انتخاب شو او خپله جایزه یي ترلاسه کړه.

 د امریکا د میامي کلب خپل د لوبغالي نوې پروژه معرفي کړه، چې مالکیت یي د ډاویډ بیکهام پر غاړه دی.

 د بریشیا کلب رئیس ماسیمو سلینو اعلان کړه، چې ماریو بالوټلي په جنورۍ کې کولای شي، د ازاد لوبغاړي په توګه له دې کلبه جلا شي.

سکای سپورټ ویلي دي، چې مارسیال د ټپي کېدو په خاطر د منچسټر یونایټیډ مهمه لوبه د ټاټنهام پر وړاندې له لاسه ورکړه.

د انګلستان رسنیو ویلي دي، چې سولشر په منچسټر یونایټیډ لوبغاړو ته خبر ورکړی دی، چې په کلب یي حالت په خطر کې دی او د ټاټنهام او منچسټر سیټي پر وړاندې د ماتو په صورت کې اخراجیږي.

د یوونټوس د جرمني مرکزي لوبغاړي سامي خدیرا ټپي زنګون باید جراحي عملیات شي، چې یوه میاشت به د یوونټوس سره لوبیدو ته چمتو نه وي.