کوپا امریکا 2020 لوګو معرفي کړه

محمود خان منندوی

 د 1983م کال راهیسې په لومړي ځل دغه لوبې د دوو هیوادونو ارجنټاین او کلمبیا په کوربه توب ترسره کېږي.

 دغه لوبې به د 2020 م کال د جون پر 12مه نېټه پېل شي، چې افتتاحیه لوبه یي په ارجنټاین او پایلوبه یي په کلمبیا کې ترسره کېږي.

 په لومړي ځل دغه لوبي د دوو هیوادونو په کوربتوب ترسره کېږي، چې ګروپي پړاو، 1/4 پړاو، نیمه پایلوبه او پایلوبه پکې شامل دي.

 38 لوبې به ترسره شي او هره لوبډله به کم تر کمه 5 سیالۍ وکړي. که څه هم دوه هیوادونه دې لوبو کې د مېلمنو په توګه ګډون کوي، خو بیا هم د جنوبي امریکا د فوټبال کنفدارسیون د ډیسمبر 3مه د دې هیوادونو د معلومولو نېټه یاده کړې ده. په ډېر امکان سره اسټرالیا او قطر دې لوبو کې د میلمنو په توګه دعوت کېږي.

 لوبي په دوو ګروپونو کې د شمال او جنوب په منطقه کې ترسره کېږي. برازیل، کلمبیا، وینزویلا، ایکواډور، پیرو او یوه میلمه لوبډله به د شمال د منطقې په ګروپ کې او چیلي، یوروګوای، ارجنټاین، پاراګوای، بولویا او یوه میلمه لوبډله به د جنوب د ګروپ په منطقه کې شتون ولري.

 د هر ګروپ څخه 4 لوبډلي 1/4 پړاو ته لاره پیدا کوي او د لوبو پایلوبه په کلمبیا کې ترسره کېږي.