بیلجیم فوټبال ملي لوبډلې ته خپله نوې لوګو معرفي کړه، نور هم شته

محمود خان منندوی

 بیلجیم اوسمهال د فیفا په درجه بندۍ کي لومړی ځای لري. ارون ریمزي د کریسټیانو رونالډو څخه د هغه د ریکارډ جوړونکي ګول په نوم کولو په خاطر بخښنه وغوښتله او ویې ویل، چې ولې یي دا کار وکړ.

 ریمزي وویل:  ما فکر وکړ، چې ګول ساتوونکی را نږدې دی او د توپ د راګرځولو چانس لري، نو ځکه مي وغوښتل تر څو ځان باوري کړم، چې توپ تر لین تیر شو.

 زه د رونالډو څخه بخښنه غواړم.

د ایټالیا د اث میلان کلب د حضرت محمد ص د میلاد مبارکي په خپله ټویټر ویلې ده.

رسمي: ریال ماډریډ د ایبار پر وړاندې د خپلو لوبغاړو لیست اعلان کړ.

 رسمي: پر لوکوموټیو مسکو باندې د ډوګلاس کوسټا ګول د چمپیونز لیګ د څلورمې اوونۍ د غوره ګول په توګه انتخاب شو.

 رسمي: مونیر الحدادي د اروپا لیګ د څلورمي اوونۍ د غوره لوبغاړي په توګه انتخاب شو.

 رسمي: بیلجیم د یورو کپ په غوراوي پړاو کې د روسیې او قبرس پر وړاندې خپل د لوبغاړو لیست اعلان کړ.

 رسمي: پر منچسټر یونایټیډ باندې د نیو کاسل یونایټیډ د لوبغاړي مټیو لانګ سټاف ګول د غوره لیګ د اکټوبر د میاشتې د غوره ګول په توګه انتخاب شو.