د ازمون سټار سیوري ځدراڼ کلب له مخې پورته کړ

سمون

د خوست مس عینک کریکټ په میدان جوړوشویو سیالیو کې ازمون سټارز د سیوري ځدراڼ کریکټ لوبډله په اتو ویکټو له ماتې سره مخ کړه او ددغو لوبو دوهم پړاو ته یې خپل تګ یقیني کړ.
ددغې لوبې پچه یا ټاس سیوري ځدراڼ وګټلو او د لومړی توپ وهنې پرېکــــــړه یې وکړه خو دغه پرېکړه یې د ازمون سټارز بالرانو په مقابل کې غلطه ثابته شوه.
سیوری ځدراڼ لوبډلې په پوره شل اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځیدو سره د ازمون سټارز کلب ته د ۱۱۷ منډو هدف کیښود.
سیوري ځدراڼ کلب ته الله نور ۳۴ او روح الله ۳۳ ښې منډې وکړې او د ازمون سټارز لپاره بیا وهیب څلور، نصیب الله، مصباح ځدراڼ او اسماء الماس دوه – دوه ویکټې ترلاسه کړې.
یاد هدف ته ازمون سټارز لوبډله د دوه ویکټو په تاوان د لوبې شپاړسم اوور کې ورسیده او په اتو ویکټو یې بریا خپــــلــــه کړه.

د ازمون سټارز لپاره مصباح ځدراڼ په ۳۹ او بلال په ۱۵ منډو ویکټې وسپارلې خو صابر د لوبې تر پایه په ۴۹ او خیرالله ریحان په اتو منډو ناسوځیدلي پاتې شول.
په یادو لوبو کې مصباح ځدراڼ د ازمون سټارز لوبډلې څخه د ټورنمېنټ ټاپ یا غوره منډې جوړونکی لوبغاړی دی چې تر ۲۰۰ پورې منډې لري.