په خوست کې د مېډیا کریکټ لیګ سیالۍ دوام لري

اکبر علي سمون
ددغو سیالیو لومړۍ لوبه نن د مېډیا زلمیو او مېډیا سټارز ترمنځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه.
یادو مراسمو کې د خوست ښاروال انجینیر عبدالبصیر محمدزي سربېره د خوست د راسنیو مسؤلینو او د خوست کریکټ نومایینده سیدعالم هم شتون درلود.

مېډیا سټارز د ټاس په ګټلو سره توپ اچوونه انتخاب کړه چې مېډیا زلمیو ورته په پوره پنځلس اورونو کې د اتو وایکټو ورکولو سره د مېډیا سټارز لپاره ۱۵۸ منډې هدف جوړ کړ.
زلمیو ته شرین درمان ۳۵ ښې منډې جوړې کړې او سټارز ته بیا عمرزېب مدد درې او فیض الله معصوم څلور ویکټې ترلاسه کړې.
مېډیا سټارز د معصوم په لوبډلمشرۍ کې یاد هدف ته ځان ونشو رسولی او ټول لوبغاړي یې په دیارلسم اوور کې د ۱۱۳ منډ جوړولو وروسته وسوځیدل چې لوبه مېډیا زلمیو په ۴۵ منډو وګټله.
د مېډیا زلمیو لوبډلې لوبډلمشر شکورالرحمن حمیدي د دریو ویکټو او پنځلس منډو جوړولو وروسته د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
ددغو سیالیو په دوام به راتلونکي سه شنبه مېډیا اتلان د مېډیا چلنجرز خلاف لوبه ترسره کړي.