په خوست کې د ورزشي خبریالانو په نوښت د کریکټ پنځلس اوریزه لوبه مساوي پای ته ورسیده

راپور: اکبرعلي سمون

دغه پنځلس اوریزه لوبه چې په خوست شخصي کریکټ لوبغالي باندې ترسره شوه پکې د خوست سمییزو تصویري او غږیزو رسنیو خبریالانو ګډون کړی و.

دغه لوبه چې د الف او ب لوبډلو تر نومونو لاندې ترسره شوه ټاس الف لوبډلې وګتلو او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

الف لوبډلې په پوره پنځلس اورونو کې د شاهدالله ځواک او فیض الله معصوم په ښې توپوهنې سره سیالې لوبډلې ته د ۱۱۹ منډو هدف ورکړ.
ب لوبډلې ته صبعت الله عاطف درې ویکټې واخیستې.
یاد هدف لپاره د ب لوبډلې توپوهنه په زړه پورې وه، دوی ته د لوبډلې کیپټان حلیم مندوزي بهترینه لوبه وکړه او تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.
الف لوبډلې ته په وروستیو کې اکبرعلي سمون او شرافت مندوزي بهترینه توپ اچونه وکړه او لوبه په وروستي بال د دوه منډو په اخیستو سره مساوي پای ته ورسیده.
حلیم مندوزی د نیمه سلیزې جوړولو پر مټ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
یاده لوبه چې د مس عینک زون سرپرست رئیس محمدخان ځدراڼ،د خوست ښاروالۍ ،جهاد سنګین سپورټس او ځوان مراد په مالي ملاتړ ترتیب شوي وه د مراسمو په پای کې ترې ځانګړي مننه وشوه او ددغه لوبې لپاره ځانګړي شوي ټراپي د خوست د رسنیو مرکز میدیوتیک مشر سیف الله حیات ته ډالۍ کړل شوه.

یـــادونه: د نن اف ام راډیو څخه ځانګړي مننه چې ددغه لوبې ژوندی بهیر یې خپور کــــړ.