فوټبال: په خوست کې ۱۰ لوبډلو پایلوبه کجیري کلي وګټله

تاند- په خوست کې د فوټیال دوو غوره لوبډلو د ټاکلو او تکړه لوبغاړو د موندلو په هدف سیالۍ، چې یوه میاشت یې دوام وکړ، پای ته ورسېدې.

د خوست فوټبال لیګ د سیالیو په نتیجه کې، چې د بېلابېلو ټیمونو ترمنځ وشوې، یو شمېر تکړه لوبغاړې د دوو تکړه ټیمونو لپاره غوره شول.

په دې سیالیو کې د خوست ولایت ۱۰غوره لوبډلو ګډون وکړ.

د خوست د اولمپیک د امر عزیز ملنګ په وینا د دغو سیالیو پایلوبې ته د خوست د مرکز د کجیرې کلي او د متون د ګلزاراکا لوبډلې ورسېدې او پایلوبه د کجیري کلي لوبډلې وګټله.

دغو مسابقو د خوست ښاریانو ته د تفریح ښه موقع برابره کړه او هره ورځ به زرګونو نندارچیانو د خبلې خوښې لوبډلې تشویقولې.

په خوست کې شاوخوا ۵۰ زره ځوانان په بېلابېلو سپورتي فعالیتونو بوخت دي. خو تر ټولو زیات خوستوال کرکټ او فوټبال خوښوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *