تاجکستان د افغانستان فوټبال ټیم ته یو پر صفر ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان او تاجکستان د فوټبال تیمونه نن /یکشنبه/ د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې ښار په مرکزي لوبغالي کې په یوه دوستانه مسابقه کې مخامخ شول.

که څه هم تاجک لوبغاړو په دوهمه نیمايي کې یو ګول وواهه او ترپایه نتیجه یو پر صفر پاتې شوه خو د لوبې له نظره د دواړو ټیمونه مساوي ول.

دواړو د ګول وهلو تقریباً برابر چانسونه لرل خو سره له دې چې دوستانه سیالي وه، عملاً داسي نه ښکارېده. په لوبه کې فولونه تر اندازې زیات ول او په ځلونو د میدان منځ ته د طبي عملې د راتګ او په تذکرې کې له میدانه د لوبغاړو د ایستلو اړتیا پیدا شوه.

افغان لوبغاړو د تاجکستان پر ګول اعتراض درلود خو د تاجکستان تلویزیون، سره له دې چې د ګول صحنه تکرار خبره کړه، د هغې سلو موشن یې ونښود.

دې ته په پام چې د تاجکستان د فوټبال تیم د منځنۍ اسیا په فوټبال لوبډلو کې غښتلی ټیم دی او تر دې وړاندې یې په ۵ نورو سیالیو کې افغانستان ته په زیات تفاوت ماتې ورکړي، د افغان لوبغاړو نننۍ لوبه د ډاډ وړ بللی شو.

د افغانستان او تاجکستان لوبډلې د نننۍ سیالۍ په شمول ۶ ځلې سره مخامخ شوي دي او ټولې تاجک لوبډلې ګټلي دي.

تاجکستان تر دې وړاندې ترکمنستان ته ۳ پر صفر ماتې ورکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *