د افغانستان او تاجکستان د فوټبال دوستانه سیالي

تاند- د افغانستان او تاجکستان د فوټبال ملي لوبډلې نن /یکشنبه/ د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې په یوه دوستانه سیالۍ کې سره مخامخ کېږي.

افغان ل وبغاړو د دې سیالۍ لپاره د تیاري په هدف د دوشنبې ښار په لوبغالي کې تمرینونه پیل کړي دي.

دا مسابقه نن د افغانستان په وخت د مازدیګر په درې نیمو بجو پيلیږي.

د فوټبال د ملي ټيم سر روزونکی پیټرشیکریټ په دې لوبه کې د افغان ټیم د لارښوونې لپاره تاجکستان ته نه دی تللی خو د ټیم کپټان فیصل شایسته ویلي چې د ښاغلي شیکریت له نشتون سره سره د لوبغاړو روحیه ښه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *