د اسیا ساحلي فوټبال سیالیو ته د افغانستان تیاري

د المپیک په ساحلي سیالیو کې د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي ټیم خپل چمتووالی پیل کړ.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس روح الله رستګار وویل چې دغه سیالۍ به په ویتنام کې په سپټمبر میاشت کې پيل شي.

ښاغلي رستګار زیاته کړه چې په دغو سیالیو کې به د اسیایي هېوادونو لوبغاړي ګډون وکړي.

د ښاغلې رستګار په خبره دغه سیالې په هرو دو کلونو کې په یوه اسیایي هېواد کې تر سره کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *