هند د جنوبي اسیا د نجونو د فوټبال په سیالیو کې افغانستان ته ماتې ورکړه

تاند- د هند د نجونو د فوټبال لوبډلې د جنوبي اسیا د نجونو د فوټبال د بي ګروپ په لومړۍ سیالۍ کې د افغانستان د نجونو د فوټبال ټیم ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه.

په دې سیالۍ کې، چې نن /سې شنبه/ په (Kanchenjunga) لوبغالي کې وشوه، لومړی ګول هندۍ لوبغاړي کامالا دیوي د لوبې په درېمه دقیقه وواهه.

په لومړۍ نیمايي کې هندیانو ۴ ګولونه ووهل.

افغان لوبغاړې لا هم یو چانس لري چې بل پړاو ته ورسېږي.

د پنجشنبې په ورځ به افغان ټینم له بنګله دېشي لوبډلې سره مخامخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *