لېورپول د انګلیستان د غوره لیګ په جدول کې دوهم ځای ته ورسېد

تاند- د انګلیستان د فوټبال د غوره لیګ په سیالیو کې لیورپول سټوک ته ماتې ورکړه او ځان یې د روان ټورنمنټ د جدول سرخېل ټیم چلسي ته ورنژدې کړ.

لیورپول د سې شنبې په ورځ سټوک ته ۴ پر یو ماتې ورکړه.

حاضردمه چلسي په ۱۸ سیالیو کې ۴۶ امتیارونه لري، لېورپول ورڅخه ۶ امتیارونه شاته دی خو په جدول کې یې دوهم ځای خپل کړی دی.

ورپسې مانچستر سیټي او بیا ارسنل دی.

2

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *