افغانستان او آیرلنډ په شل اووریزو سیالیو کې مخامخ کېږي

تاند- ټاکل شوې ده چې د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې د راتلونکې جنورۍ په ۱۴ مې په ابوظهبي کې شل اووریزه سیالي وکړي.

په ابوظهبي کې دا سیالۍ، چې د بېلابېلو ټیمونو ترمنځ یوه اوونۍ دوام کوي، په دې هدف کېږي چې د کرکټ د نړیوالې شورا د اسوشیت غړیو یا دوهم درجه غړبو، چې شمېر یې ۸ هیوادونه دي، د شل اووریزو سیالیو تجربه لا زیاته شي.

د صحرا ټي ټونټي یا صحرا شل اووریزو په نوم په دې سیالیو کې د افغانستان او آیرلنډ ترڅنګ د نامیبیا، سکاټلنډ، هانګ کانګ، عمان او متحده عربي اماراتو لوبډلې ګډون لري.

د بي بي سي د نړیوال سرویس د راپور له مخې، ایرلنډ به یوه ورځ مخکې تر دې چې له کوربه متحده عربي اماراتو سره مخامخ شي، درېمه سیالي د جنورۍ په ۱۷ مه په ابوظهبي کې له نامیبیا سره وکړي.

د دې ټورنمنټ نیمه پایلوبه به د جنورۍ په شلمه په دوبۍ کې وي.

بي بي سي وايي چې د آیرلنډ تکړه لوبغاړي بایډ رنکین، سټیوارټ تامپسن او اندریو بالبراین په دې سیالیو کې له خپل ټیم سره یوځای شوي دي.

خو نایل او برین دا ځل د آیرلنډ د لوبډلې له جوړښته ایستل شوی دی.

په خبر کې د افغانستان د نورو سیالیو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *