له آیرلنډه د ۲۰ اووریزو سیالیو ګټل او د افغانستان لپاره ۲ ریکارډونه

تاند- سپورتسکېدا ویبپاڼه وايي چې د افغانستان راشد ارمان په ډېر لږ وخت کې د ۵ لوبغاړو په سوځولو خپل نوم د نړۍ د ریکارډونو په کتاب کې ثبت کړ.

راشد ارمان د جمعې په ورځ /مارچ۱۰/ له آیرلنډ سره د افغانستان په دوهمه شل اووریزه سیالي کې په درو اوورونو کې سیال ټیم ته په دوو اوورونو (۱۲ توپونو) کې یوازې ۳ منډې ورکړې خو ۵ لوبغاړي یې وسوځول.

تر دې وړاندې د پاکستان عمرګل، چې هغه هم په خټه پښتون دی، په ۲ اوورونو او ۲ توپونو ۵ لوبغاړي په داسي حال کې سوځولي ول چې ۶ منډې یې ورکړې وې.

2دا مسابقه د ارمان د ښه باولینګ او د نجیب تره کي د ښه بیټنګ له برکته افغانستان وګټله.

نجیب تره کي په ۵۹ توپونو ۹۰ منډې وکړې.

افغانستان سیال ټیم ته ۱۸۵ منډې هدف وټاکه چې په شل اووریزه سیالي کې لوړ هدف دی.

آیرلنډ د افغانستان د لوړ هدف په وړاندې خورا تېزه لوبه پیل کړه خو باران لوبه ودروله او مسابقه یې ۱۱ اوورونو ته په داسي حال کې راکمه کړه چې د افغانستان هدف یې ۱۱۱ ته راکښته کړ.

افغانستان تر دې وړاندې لومړۍ شل اووریزه سیالي هم له آیرلنډه ګټلې وه. نو که درېمه یا وروستۍ شل اووریزه مسابقه افغانستان ونه هم ګټي افغانستان د شل اووریزو سیالیو ګټونکی دی.

دواړه هیوادونه ۳ یو ورځینۍ سیالۍ هم کوي.

د افغانستان لپاره دا بری له دې کبله هم مهم او بې ساری دی چې دا یې پر له پسې لسم بری دی او په دې توګه یې یو بل ریکارډ ټینګ کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *