د افغانستان تر ۱۹ کلونو کشر ټیم پاکستان ته ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د کرکټ تر نولسو کلونو کشر لوبډلې د اسیا کپ په سیالیو کې نن د پاکستان تر نولسو کلونو کشر ټیم ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه.

افغانستان د درو لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې په دې پنځوس اووریزه مسابقه کې ۲۷۳ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره دروېش رسولي په ۶۵ توپونو ۹۲ منډې وکړې او تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو.

ابراهیم ځدراڼ په ۹۱ توپونو ۵۱ ، طارق په ۹۴ توپونو ۶۹، نوید اوریاخېل په ۴۸ توپونو ۳۱ او نصیر وحدت په ۴ توپونو ۱۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

ظاهر خان ۳، نجیب ۲، نوید الحق ۱، شمس الرحمن ۱، ابراهیم ځدراڼ ۱ او پروېز ۱ لوبغاړي وسوځول.

افغانستان لومړۍ شل اووریزه مسابقه هم له متحده عربي اماراتو ګټلې ده. د دواړو ټیمونو درېمه مسابقه به د یکشنبې په ورځ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *