افغانستان آیرلنډ ته په ۳۹ منډو ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د سې شنبې په ورځ د ایرلنډ ملي لوبډلې ته په ۳۹ منډو ماتې ورکړه.

د دواړو ټیمونو لومړۍ یو ورځینۍ مسابقه د یکشنبې په ورځ د باران د اورښت له کیله ونه شوه.

لومړی افغان لوبغاړو بیټنګ وکړ او آیرلنډ ته یې ۲۵۱ منډې هدف وټاکه خو آیرلنډي لوبغاړي په ۴۸ اوور کې په ۲۱۱ منډو وسوځېدل.

د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې محمد شهزاد جوړې کړې. ده په ۷۹ توپونو ۶۶ منډې وکړې. شهزاد یوه شپږیزه او ۸ څلوریزې ووهلې.

نجیب الله ځدراڼ په ۶۱ توپونو ۵۹ منډې وکړې.

په باولینګ کې محمد نبي ۳، راشد ارماني ۳، دولت ځدراڼ ۲ او میرویس اشرف ۲ وسوځول، تر ټولو کمې منډې راشدخان ارماني ورکړې. ده په ۱‍۰ اوورونو ۲۸ منډې ورکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *