افغانستان نامیبیا ته په یو اینینګز او ۳۶ منډو ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم له نامیبیا څخه څلور ورځنۍ بین الاقاره يي سیالي په لوی توپیر وګټله.

نامیبیا په خپل لومړي اینینګز کې ۱۷۲ منډې کړې وې چې په مقابل کې یې افغان لوبغاړو ۳۳۴ منډې وکړې. په دغو منډو کې د شهزاد ونډه تر ټولو زیاته وه. ده ۱۳۹ منډې وکړې.

په دوهم اینینګز کې د نامیبیا ټیم ټولټال ۱۲۶ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې د افغان باولرانو له لوري وسوځول شول.

2محمد نبي چې په لومړي ایننیګر کې د نامیبیا ۵ لوبغاړي سوځولي ول، په دوهم ایننګز کې ۲ وسوځول، ظاهر خان ۵، او دولت ځدراڼ ۳ لوبغاړي وسوځول.

د نامیبیا ټیم په دوهم اینینګز کې ۱۲۶ منډې وکړې چې له لومړي اینینګز سره یې د منډو شمېر ټولټال ۲۹۸ ته ورسېد او حتي هغه هدف یې هم پوره نه کړ چې افغان لوبغاړو په خپل لومړي اینینګز کې ورته ټاکلی و.

په دې توګه دا څلور ورځنۍ مسابقه افغانستان په یوه اینینګز او ۳۶ منډو وګټله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *