د افغانستان او نامیبیا د کرکټ ټیمونو لومړی انینګز

تاند- د افغانستان او نامبیا د کرکټ ملي ټیمونو د څلورورځنۍ مسابقې لومړۍ ورځ په داسي حال کې پای ته ورسېده چې د نامیبیا د ۱۷۲ منډو په وړاندې افغان لوبډلې په ۳۳ اوورونو کې د یوه لوبغاړي د سوځېدو په بدل کې ۱۲۶ منډې وکړې.

 د افغانستان او نامیبیا د کرکټ ټیمونو ترمنځ دا څلور ورځنۍ مسابقه د نامیبیا په بیټنګ پیل شوه.

پچه نامیبیا وګټله او غوره یې وګڼله چې لومړی بیټنګ په خپله وکړي.

افغانستان په داسي حال کې چې ۹ لوبغاړي لا لري، د نامبیا تر لومړي ایننګز ۴۶ منډې لږې لري خو له ورایه ښکاري چې افغان لوبغاړي به په لومړي ایننګز کې تر نامیبیا خورا زیاتې منډې جوړې کړي.

محمد نبي د نامیبیا ۵ لوبغاړي وسوځول او په ۲۰ اوورونو کې یې صرف ۲۵ منډې ورکړې.

نوي لوبغاړي ظاهر خان په ۱۰ اوورونو کې ۳۱ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي وسوځول.

دولت ځدراڼ په ۱۳ اوورونو کې ۵۳ منډې ورکړې او یو لوبغاړی وسوځاوه، رحمت شاه هم یو لوبغاړی سوځولی او په ۱۰ اوورونو کې یې ۲۲ منډې ورکړي دي. سمیع الله شینواري او یامین احمدزي د نامیبیا کوم لوبغاړی ونه سوځاوه.

په بیټنګ کې محمد شهزاد او نورعلي ځدراڼ لومړني لوبغاړي یا اوپینران ول. نورعلي ځدراڼ ۲۹ منډې وکړې او وسوځېد. خو شهزاد ۷۴ منډې کړي او نه دی سوځېدلی.

سبا /دوشنبه/ به له شهزاد سره اصغر ستانکزی بیټنګ ته دوام ورکوي. ستانکزي نن ۲۱ منډې جوړې کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *