د افغانستان او آیرلنډ ټیمونو مسابقه

تاند- د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په درېمه یو ورځنۍ مسابقه کې مخامخ دي.

د دواړو ټیمونو ترمنځ لومړۍ مسابقه د باران د اورېدو له کبله بې نتیجې شوه، دوهمه افغانستان په ۳۹ منډو وګټله.

نن پچه افغان لوبغاړو وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.

د دې مسابقې پایله به همدلته اعلان شي.

جاوید احمدي او محمد شهزاد لومړني لوبغاړي دي چې د افغانستان لپاره بیټنګ کوي.

د افغانستان د منډو شمېر ۱۹ دی- ۵ اوور روان دی. یو لوبغاړی سوځېدلی.

جاوید احمدي د مکارټي له لوري وسوځېد.

رحمت شاه په ۲۸ توپونو ۱۶ منډې وکړې او وسوځېد.

سمیع الله شینواري په ۵ توپونو ۱ منډه وکړه او وسوځېد.

افغانستان آیرلنډ ته ۲۳۷ منډې هدف وټاکه.

ټول افغان لوبغاړي په ۴۹ اور او ۱ توپ وسوځېدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *