د افغانستان د کرکټ ملي ټیم آیرلنډ ته (۲۳۰) منډې هدف وټاکه

تاند- د افغانستان او آیرلنډ مسابقه د آیرلنډ په پلازمېنه بلفاست کې روانه ده. پچه افغانستان وګټله او په خپلو پنځوس اوورونو کې یې د (۷) لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې (۱۲۹) منډې جوړې کړای شوې.

له آیرلنډ سره د تېرې مسابقې خلاف په دې مسابقه کې محمد شهزاد او اصغر ستانکزی ښه ونه ځلېدل.

شهزاد په ۳۵ توپونو ۲۲ او اصغر ستانکزي هیڅ منډه ونه کړای شوه. راشد خان او محمد نبي پنځوسیزې پوره کړې، راشد خان ارمان په ۴۴ توپونو ۶۰ منډې وکړې، محمد نبي ينځوس جوړې کړې.

رحمت شاه هم په ۷۰ توپونو ۴۸ منډې وکړې.

افغان لوبغاړو تر ټولو ډېرې منډې په وروستیو ۳ اوورونو کې جوړې کړې. دوی په وروستیو ۳ اوورونو کې ۴۵ منډې وکړې.

دې ته په پام چې په تېره مسابقه کې آیرلنډ د افغانستان له لوري د ۲۳۷ منډو هدف پوره کړی و، بیا هم آیرلنډ ته ښايي د دې هدف پوره کول ناشونی نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *