د انګلستان په غوره لیګ کې هغه ټیم بر دی چې تصور یې نه کیده

تاند – د انګلستان د فوټبال د پریمر لیګ یا غوره لیګ سیالۍ چې تیرکال اوړی پیل شوې وې په خلاصیدو دي او د دې سیالیو یوازې شپږ شپږ لوبې پاتې دي.

په دط لیست کې د انګلیستان د غوره لیګ د سیالیو نتیجې وینئ
په دې لیست کې د انګلیستان د غوره لیګ د سیالیو نتیجې وینئ

روان کال یوه نادره کیسه د لسټر ټیم ده چې تیرکال دا وخت په داسې حال کې وو چې له غوره لیګه به اوټ کیږي اوس د همدې لوبو په سر کې دی او له ۳۳ لوبو ۷۲ امتیازه لري، دا امتیازات یې د تیرکال دې وخت په پرتله ۴۱ زیات دي.

په لیسټر پسې ټاټنام دی چې ۳۲ لوبې یې کړي دي او ۶۲ امتیازات لري. دا لوبډله چې د لندن د شمال ده، په تیرو کلونو کې دې ځای ته نه وه رسیدلې خو په غوره لیګ کې به په لومړیو لسو لوبډلو کې راتله.

په ټاتنام پسې ارسنال دی. دا ټیم هم د لندن دی. ارسنال خپل ځای نیولی په تیرو څو کلونو کې نژدې هر وخت په همداسې یوه مقام کې پاتې شوی دی. ارسنال  له ۳۲ لوبو ۵۹ امتیازه لري.

سږکال د انګلستان ځیني شتمن کلبونه لکه مانچستر یونایټد تراوسه پنځم مقام لري او امتیازات یې لږ دي یوازې ۵۳ چې په هیڅ ډول لومړي مقام ته په پاتې شپږو لوبو کې نه شي رسیدلی، مانچستر یونایټید چې تیرکال اتل و او هغه هم یو له ډیرو شتمنو کلپونو څخه دی په ۳۲ لوبو کې ۵۷ امتیازه لري او هڅې کوي چې د سر په دریو ټیمونو کې راشي.

په غوره لیګ کې شل ټیمونه ځای شوي چې هر یو یې باید یوه لوبه په خپل کور او بله د سیال په کور کې وکړي چې په دې ډول هر ټیم ۳۸ لوبې کوي. هر هغه ټیم چې له ۳۸ لوبو وروسته ډیر امتیازات خپل کړي و هغه اتل ګڼل کیږي.

د لسټر د کلب مشرانو روانه اونۍ په لندن کې رسنیو ته وویل چې دوی نور څوک نه شي ګیر کولی او دا ځل به لومړی مقام خامخا اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *