د انګستان د غوره لیګ لوبې

تاند – د انګستان د فوټبال په غوره لیګ کې ارسنال چې روان کال یې تمه لرله چې  د دې لوبو اتل به شي. د دوشنبې په ورځ له کریستل پلیس لوبډلې سره یو په یو مساوي شو.

 د انګلیستان د غوره لیګ د سیالیو جدول
د انګلیستان د غوره لیګ د سیالیو جدول

د غوره لیګ په بله لوبه کې نن لسټر  چې د جدول په سر کې دی له ویسټ هم سره دوه د دوه په وړاندې مساوي شو او لیورپول له بورنیموت څخه دوه په یو لوبه وګټله.

تر دې نتیجو وروسته لیسټر وروسته له ۳۴ لوبو د جدول په سر کې پاتې شو او امتیازات یې ۷۳ ته ورسیدل. ارسنال د ۶۰ امتیازاتو له لرلو سره څلورم ځای خپل کړ، لیورپول اتم او ویسټ هم شپږم.

د انګلستان د غوره لیګ د جدول د سر ټیم لسټر لاهم له دوهم ټیم څخه چې ټاټنهام دی اته امتیازه مخکې دی. د غوره لیګ شل ټیمونه د یوه کال په ترڅ کې ۳۸ لوبې یوه په خپل کور کې بله د سیال په کور کې ترسره کوي او هر ټیم چې ډیرې امتیازات لرل هغه کپ اخلي، د سر درې ټیمونه اروپایي اتلولۍ ته لاره کوي او د پای درې لوبډلې تر لیګ لاندې بل پړاو ته نزول کوي او د هغوی ځای د دوهم پړاو د سر درې لوبډلې د لیګ په پای کې خپلوي.

د غوره لیګ د نن /یکشنبې/ د سیالیو نتیجه
د غوره لیګ د نن /یکشنبې/ د سیالیو نتیجه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *