د هسپانیا د غوره لوبډلو د سیالیو د جدول سرټیم

تاند- د هسپانیا د لا لیګا د غوره لوبډلو د سیالیو په دوام کې تېره شپه /چهارشنبه/ اپریل ۲۰/ بارسلونا دیپورتیفو ته ۸ په صفر ماتې ورکړه.

2دې بري د بارسلونا ټیم د لا لیګا د سیالیو د جدول په سر کې راوستله.

له بارسلونا وروسته اتل مادرید ټیم هم د بارسلونا هومره (۷۹) امتیازونه لري خو د بارسلونا د ګولونو توپیر زیات دی. بارسلونا په ۳۴ مسابقو کې ۶۷ او اتل مادرید په ۳۴ لوبو کې تر خوړلو ۴۲ زیات ګولونه وهلي دي.

ریل مادرید درېم ځای لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *